PageOverview.com
 

Domains associated with Eng.suliman Sardar

The list of 1 domains that are associated with Eng.suliman Sardar in one way or another.

 
Number of websites/domains displayed: 1
Results found: 1
 

Websites discovered:

د سرحد ونو او قبایلو چارو وزارت پیژندنه
http://pageoverview.com/website-report/mobta.gov.af
دسرحدونو اوقبایلوچارو وزارت دهېواد یوله هغو کلیدي اومهمووزارتونو څخه شمیرل کیږي چې دملي یووالي اوملي واکمنۍ دټینګښت ، دهېواد دسیاسي حدودو دسلامتیا ، دسرحدي پولو دساتلو او د ډیورند فرضي کرښې ترڅیرمه د پرتو میشتو اوسیدوونکو دټولنیزو، اقتصادي اوفرهنګي کچې د لوړتیا لپاره ځانګړې اومهمې دندې پرمخ وړي.اوهمدارنګه دمرکزي او ولایتي ادارو په درلودلوسره په هرډول سیاسي حالاتوکې دسرحدي پولو دساتلو او دډیورند فرضي کرښې ترڅیرمه قبایلو سره دودیزې ، فرهنګي ، ټولنیزی، سنتي، دیني اوسیاسي اړیکې ټینګې ساتي چې دمرکزي او دویمو واحدونو سره دهمغږۍ په رامنځ ته کولوسره ېې دسرحدونو ساتل ددغه وزارت دمهمو دندو او مسوولیتونو دهدف په لوریو اساسي جزدی چې دشتومالي امکاناتو څخه په ګټې اخستنې په ځانګړو حالاتو کې د سرحدي ستونزو داوارولوپه اړه دقومي مشرانو ُ دیني عالمانو مخورو اوسپین ږیرو سره سلا مشورې کیږی. اوپه دی برخه کې توانیدلی یوچې دورونو قومونو دملاتړ په جلبولو سره د دولت وګړنیزی ستنې او ددولت ملي حاکمیت پیاوړی او ټینګښت ومومي. دغه وزارت دځانګړي ارزښت له کبله اوږد تاریخ لري چې تاریخچه یې په لاندې ډول ده. په 1300 هجري شمسی کال کې چې د1921 میلادي کال سره سمون لري دامیرامان الله خان غازي دواکمنۍ پرمهال دعظمی صدارت دقلم مخصوص په چوکاټ کې یوه ځانګړې شعبه جوړه شوه چې قبایلی اوسرحدي چاری به یې پرمخ وړلې. چې دې ته ورته شعبه دامیرشیرعلي خان او امیرعبدالرحمن په وخت کې هم شتون درلود. دغه شعبه په 1311 لمریز کال چې د1932 میلادی سره خوري دسردارمحمد هاشم خان دصدارت په دوره کې دعظمی صدارت په چوکات کې مستقل عمومي مدیریت ته لوړ کړای شو.
  • Expected expiration: July 26th in 2020
  • Creation date: July 27th in 2013
  • Renew date: February 28th in 2016
  • Google Analytics: 20443422-16
0.0046 // 2024-05-29 00:38:56
All Rights reserved 2018 © PageOverview.com